د هند بهرنیو چارو وزیر اسجي شنکر ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې ټلیفوني خبرو کې د زلزله ځپلو په اړه خبرې کړي.
هغه دغو ټلیفوني خبرو کې ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او ویلي، د ټپیانو د ژر رغېدو هیله لري او هند په دې سخت وخت کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته یې خیمې رسولي او ۱۵ ټنه خوراکي توکي هم سمدلاسه د هند ماموریت لخوا له کابل څخه کونړ ته لیږدول کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، نور مرستندویه مواد به سبا له هند څخه افغانستان ته واستول شي.
ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه کې د هند بهرنیو چارو وزیر جېشنکر څخه په دې لوی ناروین کې له خواخوږۍ او د افغانانو لاسنیوي څخه مننه کړې او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ څرګند کړی دی.
د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر ۸۰۰ زیات کسان مړه او نژدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.