Asset 1SWN

جاوید افریدي افغانستان کې زلزله‌ځپلو سره لس میلیونه کلدارې مرسته وکړه

Javed-Afridi

د پېښور زلمي کرېکټ لوبډلې مالک او سوداګر جاوید افریدي افغانستان کې د شوې زلزلې له امله زیانمنو شویو سره د ۱۰ میلیونه کلدارو مرستې اعلان کړی دی.

نوموړي نن دوشنبه، وږي لسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دی د افغانانو په دې غم کې ځان شریک بولي.

جاوید افریدي لیکلي: «افغانستان کې راغلې زلزلې او رامنځته شويو زیانونو ډېر خفه کړم، زه د افغانستان د زلزلې ځپلو وروڼو سره د لس میلیونو کلدارو مرستې اعلان کوم. د افغانانو په دې غم کې ځان شریک بولم او له لوی رب څخه سوال کوم چې الله جل جلاله دې شهیدانو ته جنت الفردوس ور نصیب کړي او د کورنیو زړونو ته یې دې صبر جمیل ورکړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هېواد په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله تر دې مهاله څه باندې ۸۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

زلزلې تر ډېره کونړ ولایت ځپلی چې ورسره ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم د شوې زلزلې له امله زیانونه اوښتي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام