Asset 1SWN

راشدخان د زلزلې په اړه: الله دې خپل رحم وکړي

d73a0b4e6569b593dc88914ba979aae8c1f494ee

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان کونړ او ننګرهار کې د شوې زلزله له امله خواشیني ښودلې ده.

نوموړي نن دوشنبه، وږي لسمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه له شتمنو غوښتنه کړې چې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي.

راشدخان همداراز له خلکو هم غوښتي چې «په دې سخته ورځ» کې د زیانمنو لاسنیوی وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه لیکلي: «په تاسف سره خبر شوم چې زلزلې د کونړ په ولایت او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. زه زیانمنو شویو کورنیو ته دعا کوم او له شتمنو او ټولو هېوادوالو غواړم چې په دې سخته ورځ کې د خپلو زیانمنو شویو هېوادوالو لاس ونیسي. الله دې خپل رحم وکړي.»

د لومړنیو شمېرو له مخې، په کونړ او ننګرهار کې د شوې زلزله له کبله سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام