Asset 1SWN

ملا برادر: سالنګ لاره دې له ژمي مخکې ورغول شي

GzqWq_DWAAA3Col

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګونو لویې‌لارې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن (یکشنبه، سنبله ۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې ملا برادر د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو له شوو کارونو ستاینه او سپارښتنه یې کړې چې د کیفت په پام کې نیولو سره د ژمي تر را رسېدو مخکې، د دغه مهمې لارې پاتې کارونه بشپړ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولانو ښاغلي برادر ته ډاډ ورکړی چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره د سالنګونو لویې‌لارې کارونه دوام لري او ژمن دي چې د روان کال لپاره پلان شوي کارونه به د ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړ کړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې دامهال د سویلي سالنګ د ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي چې په مجموع کې د جنوبي سالنګ کارونه ۵۵ سلنه پرمخ تللي او د شمالي سالنګ د بیارغونې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام