د کندهار مسوولان وايي، سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول.
د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل سلاموطندار ته وویل، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي.
هغه وویل: «سږکال ۱۰۰ ټنه وچ انځر له کندهار څخه هند ته صادر شو چې د دې صادراتو ارزښت ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.»
په همدې حال کې د کندهار د بزګرانو ټولنې مشر محمد خالد زعفران په دې اړه وویل:
«د دې صادراتو ترسره کېدل د کندهار والي، د کرنې ریاست مسوولانو، د سوداګرۍ خونې استازو او ملي سوداګرو د همغږو هڅو پایله ده. د دې هڅو په پایله کې راتلونکي کې به له کندهاره د وچ انځر صادرات اروپایي هېوادونو ته هم پراخ شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار بڼوال هم د دې صادراتو په اړه خوښ دي او وايي، دا ډول صادرات د بزګرانو اقتصادي ثبات او بڼوالۍ ترویج لپاره ګټور تمامېږي.
کندهار کې دوه بڼوال محمد ولي او سردار وايي: «دا ډول صادرات د بزګرانو د اقتصاد لپاره مهم ګام دی. که چیرې دغه صادرات پراخ شي، زموږ اقتصاد به مستحکم شي.»
«دا ډېره پر ځای هڅه او اقدام دی، موږ خوښ یو، له دولت څخه د داسې اقداماتو د پراختیا غوښتنه لرو.»
د یادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې له کندهار څخه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شوی و.
د کندهار د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونه او سوداګر په ګډه هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې د هند او عربي هېوادونو ترڅنګ، روپایي هېوادونو ته هم د وچ انځر صادرات پیل کړي.