د ننګرهار ځايي مسوولان وايي چې تېره شپه د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار او اتو ولسوالیو کې د تېزو بارانونو له امله شدید سیلابونه را وتلي چې ځايي خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي.
د ننګرهار د والي ویاند احسان الله عثماني نن (شنبه، سنبله ۸) سلاموطندار سره خبرو کې وویل، تراوسه د راوتلو سېلابونو پرمهال ۵ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي.
هغه وویل چې زیانمنو سیمو ته د مرستو ور رسولو په موخه یې سیمې ته د سروې ډلې ورلیږلي، تر څو زیانمنې کورنې په نښه او مرسته ورسره وشي.
«ننګرهار کې ډیر سخت ورښتونه شوي چې له امله یې سیلابونه راوتلي چې متاسفانه زمونږ پنځه هیوادوال شهیدان شوي او پنځلس ټپیان دي. دغه ځاني تلفات په اچین، سپینغر، چپرهار او روداتو ولسوالۍ کې رامنځته شوي. همداشان سیلابونو کې ګڼ شمیر کورونه ، لارې، استنادي دیوالونه، سربندونه او نورې ټولګټې پروژې هم تخریب شوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل چې سېلابونو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لویېلارې او یو شمېر سربندونه هم لمنځه تللي دي.
یوشمېر سیلاب ځپلي له اسلامي امارت او اړوندو مرستندویه بنسټونو له دوی سره د بېړنیو او بنسټیزو مرستو غوښتنې لري.
امین خان او شاه محمود وایي:
«څنګه چې تاسې ته معلومات دي بیګاه ډېر تېز طوفان او سیلابونه راغلي، د ډېرو خلکو کورونه یې یوړل او کرلي فصلونه یې ورته خراب کړل او ډیر زیانونه یی اړولي دي.»
«دې سیلاب د خلکو کورونه یوړل، د خلکو دوکانونه یې یوړل او خلک یې له ډیرو ستونزو سره مخ کړل، د خوارو کارونه ورسره بند شوي دي خلکونه ته زیات تکلیف رسیدلی دی.»
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یوشمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو پرمهال ګڼ شمېر کسانو ته ځاني او مالي زیانونه او ښتي دي.