Asset 1SWN

سلام وطندار

د ختیځ زون یوشمېر سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

پولیو ګوزڼ ماشومان

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ویلي، د ختیځ زون یو شمېر سیمو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد زرقي واکسین کمپاین پیل شو.

دغه بنسټ نن (شنبه، سنبله ۸) ویلي، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دغه کمپاین د ننګرهار په جلال‌اباد ښار او سره‌رود، بهسود، خوګیاڼي او بټي‌کوټ ولسوالیو، د لغمان مهترلام ښار او د کونړ اسعدآباد ښار کې پیل شو.

یاد بنسټ ویلي چې په دغه کمپاین کې باید ټول هغه ماشومان چې له ۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لري، د پولیو دواړه ډوله واکسینونه زرقي او څاڅکي ترلاسه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مسوولانو په وینا، له زېږون تر ۴ میاشتو پورې ماشومانو ته یوازې د څاڅکو واکسین ورکول کېږي.

مسوولان زیاتوي چې چې دا دواړه واکسینونه د ماشومانو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د فلج د خپرېدو مخه نیسي.

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ، د هغو ماشومانو شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي چې په دې پړاو کې به واکسین شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام