د ارجنټاین ولسمشر جاویر میلې د زامورا په ښارګوټي کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال له سختو اعتراضونو سره مخ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ولسمشر د موټرو کاروان پر لوري د اعتراضکوونکو لهخوا ډبرې، بوتلونه او نور توکي ویشتل شوي چې له امله یې نوموړی له دې کمپاین روغ وتلی دی.
د ولسمشر ویاند، مانوئل اډورني، پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې ولسمشر او د هغه خور، کارینا میلې چې د ولسمشرۍ د ادارې عمومي منشي ده، په دې پېښه کې ورته زیان نهدی اوښتی.
خو د دې پېښې پرمهال د ولسمشر د ملاتړ کوونکو او مخالفانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې چې لږترلږه درې کسان ټپیان شوي او دوه نور نیول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا اعتراضونه د فساد اړوند د یوې قضیې د رابرسېره کېدو په تړاو شوي چې پهکې د ولسمشر خور، کارینا میلې، د معلولینو د ملي ادارې له پخواني مشر، ډیګو سپاګنولو، سره د رشوت ورکولو ادعاوې مطرح شوې دي.
د ولسمشر حکومت دغه پېښه د «سیاسي تاوتریخوالي» په توګه یاده کړې ده.
دا پېښه د ارجنټاین د ټاکنو د کمپاین په حساس وخت کې رامنځته شوې چې د سپتمبر په ۷مه د بوینسایرس په ولایت کې سیمهییزې ټاکنې او د اکتوبر په ۲۶مه ملي ټاکنې کېږي.