Asset 1SWN

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

توغندی-توغندیز-حوثیان-راکیت

د اسرائیلي پوځ وايي چې نن چهارشنبه، اګست ۲۷مه له یمن څخه د دوی پر لوري ویشتل شوی توغندی یې، په هوا کې شنډ کړی دی.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د توغندي د توغولو وروسته د اسرائیل په څو برخو کې د خطر زنګونه وهل شوي وو.

د فرانسې خبري اژانس هم تایید کړې چې په بیت‌المقدس (قدس) ښار کې د خطر اژیرونه غږېدلي دي. چارواکو ویلي، په دې پېښه کې هېڅ ډول مرګ‌ژوبله یا مالي زیان نه دی اوښتی.

دغه پېښه یوازې درې ورځې وروسته له هغې کېږي چې د اسرییلو جېټ الوتکو له لوري د یمن په پلازمېنه صنعا کې، د حوثي ملېشو په څو مرکزونو بریدونه وشول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسرائیل وایي دا بمبارۍ د دې لپاره شوې وې چې د حوثي وسله‌والو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو وړتیا کمه شي.

د حوثي ډله په تېر یو کال کې څو ځله ویلي چې د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره به د اسرائیل پر ضد بریدونه کوي او سره سمندر کې یې، اسراییلو پورې تړلې بېړۍ هم په نښه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام