د هلمند ځايي مسوولان وايي، د موسیکلا ولسوالي «هوسکي» سیمه کې د څه باندې ۳.۵ میلیون افغانیو په لګښت يو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وویل، د یاد چکډېم اوږدوالی نږدې ۵۳.۳ متره دی چې د ۱۵۴۹ مترمکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.
د مسوولانو په خبره، دغه چکډېم به چې د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی، د اوبو مهار، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د سېلابونو مخنیوي کې مهم رول ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته مهال د سیمې یوشمېر اوسېدونکي د دغې پروژې له بشپړېدو څخه خوښي څرګندوي او وایي، دغه بند به د دوی د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د اقتصادي وضعیت په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده چې موسیکلا کې دغه چکډېم د کلیوالو د ژوند معیاري کولو، کرنیزې ودې او د طبیعي زېرمو د ښه مدیریت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.