Asset 1SWN

غزه کې د اسراییلو بریدونو له امله ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه بریدونه

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې بریدونو له امله پرون شنبه، اګسټ ۲۴مه، لږترلږه ۵۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال تر ۱۲۰ زیات هوایي او توپچي بریدونه شوي چې په پایله کې ګڼې کورنۍ بې کوره شوې دي.

محلي سرچینې وايي چې بریدونه په ځانګړي ډول د غزې ښار په ګڼ‌مېشتو سیمو کې شوي چې د ملکي تلفاتو کچه یې نوره هم لوړه کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عیني شاهدان بیا وايي، د ژغورنې ډلې د ویجاړ شویو ودانیو له‌منځه د مړو او ټپیانو د ایستلو لپاره هڅې کوي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې په زرګونو کسان وژل شوي او بشري بحران ورځ تر بلې پراخېږي.

ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، که جګړه ونه‌ درول شي او بشري مرستې ډاډمنې لارې ونه‌لري، نو د ملکي تلفاتو شمېر به لا پسې ډېر شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام