د غور د کلیو او پراختیا ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت پسابند او تیورې ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د غور د کلیو او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیحالله غوثيزاده نن (یکشنبه، سنبله دویمه) وویل، د اوبو رسولو په دغو دوو شبکو څه باندې ۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ به عملي شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه دوه پروژې د تیورې ولسوالي «دهخواجه» او د پسابند ولسوالي «خشکابه» سیمو کې تطبیق کیږي.
د اوبو رسولو د یادو پروژو په تطبیق سره به ۴۶۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او د جوړولو پرمهال به یې د سیمو لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د تیورې او پسابند ولسوالیو اوسېدونکي د دغو دوو پروژو له عملي کېدو هرکلی کوي.