Asset 1SWN

سلام وطندار

وایمو نیویارک کې بې‌چلوونکو موټرو د چلونې جواز واخیست

GettyImages-2223371759

د روبوټیک ټکسي یا Waymo  شرکت چې د Alphabet (د ګوګل اصلي شرکت) یوه څانګه ده، په لومړي ځل په نیویارک ښار کې د خپلو برښنايي بې‌چلوونکو موټرو د ازمایښتي چلونې د فعالیت جواز ترلاسه کړ.

د نیویارک ښاروال اریک اډمز او د ترانسپورټ کمېشنر یدانیس رودریګز د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې Waymo به وکولای شي، په محدود ډول په منهټن او ډاون ټاون بروکلین کې خپل بې موټرچلوونکي، موټرونه وازمايي.

د ازمایښت پروګرام پرمهال به د موټرو شا ته یو روزل شوی متخصص شتون ولري، څو د موټرو خوندیتوب تضمین وکړي. د ښار چارواکي وایي، دا ګام به د نیویارک د ټرافیکي راتلونکي د عصري‌کېدو او ټکنالوژکي پرمختګ په لور مهم ګام وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


Waymo چې له وړاندې یې په سانفرانسیسکو، فینیکس او ځینو نورو ښارونو کې خپلواکه ټکسي خدمتونه پیل کړي، غواړي په نړیواله کچه د ځان‌چلونکو موټرو په برخه کې مخکښ شي.

شنونکي باور لري چې د دې ټکنالوژۍ د پراختیا بریا کولای شي، د ټرافیکي پېښو کچه راکمه کړي، د چاپېریال ککړتیا کم کړي او د ښارونو د ترانسپورټ سېسټم کې بنسټیز بدلونونه راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام