Asset 1SWN

سلام وطندار

د هوا پېژندنې ادارې ۱۱ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

GzB3z-FXAAABPIN

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا (یکشنبه، سنبله ۲) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

د هوا پېژندنې ادارې نن شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ او غزني شاملیږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې ووسي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه په سویل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ګڼو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام