Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې ۴۰ ځوانان د صحي تطبیقاتو له روزنیز کورس څخه فارغ شول

WhatsApp Image 2025-08-23 at 12.27.54_09162f5e

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو د چارو مسوولان وايي چې د یوې میاشتې روزنیزې برنامې په پایله کې شاوخوا ۴۰ ځوانانو د تطبیقاتو یا لومړنیو روغتیايي مرستو په برخه کې زده‌کړې ترلاسه کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، شمس‌الحق صدیقي، په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کې وویل چې هېواد له اوږدې مبارزې وروسته سیاسي خپلواکي ترلاسه کړې، خو په طب، ټکنالوژۍ او عصري علومو کې لاهم د علمي خپلواکۍ او پرمختګ اړتیا لیدل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه علمي خپلواکي د ځوانانو هڅو او ژمنتیا ته اړتیا لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ریاست د ځوانانو د چارو امر، صدام بهیر، زیاته کړه چې دا پروګرام د یوې میاشتې لپاره جوړ شوی و او فارغانو په‌کې د صحي تطبیقاتو او لومړنیو مرستو اړوند مهمې موضوعات زده‌کړي، څو په بېړنیو حالاتو کې د خلکو د ژوند د ساتنې وړتیا ولري.

روزونکی، محمد‌شعیب امین زاده، وویل چې زده‌کوونکو ته د دې ۳۰ ورځني پروګرام په ترڅ کې د طبابت اخلاق، د لومړنیو مرستو عملیاتي مهارتونه او د نورو سره د مرستې لارې چارې ښوول شوې او تمه کېږي چې فارغان خپل زده‌کړي مهارتونه نورو ته هم شریک کړي او د ټولنې خدمت ته ځان ژمن کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام