Asset 1SWN

سلام وطندار

شمالي‌کوریا: سرحد کې د سوېلي‌کوریا ډزې پاروونکې دي

wirestory_1a8b49c99b218dd5ebf4323ff1f2ae27_16x9_1600

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ KCNA راپور ورکړی چې د سوېلي‌کوریا پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې د خبرداري ډزې کړي چې شمالي‌کوریا پاروونکې بللي دي.

شمالي‌کوریا  دولتۍ رسنۍ همداراز ویلي چې د سوېلي‌کوریا د پوځ خبرداري خپرونې په دې سیمه کې زیاتې شوې دي.

د KCNA راپور وايي، د شمالي‌کوریا د پوځ چارواکو خبرداری ورکړی، که د سرحدي سیمې وضعیت ته پام ونه شي، نو د پېښو ټول مسؤلیت به د سوېلي‌کوریا پر غاړه وي.

د سوېلي‌کوریا د ګډو ځواکونو دفتر ویلي چې د سه‌شنبې سهار د شمالي‌کوریا ځینې سرتېري سرحدي کرښې ته نږدې شول چې وروسته د خبرداري ډزې وشوې او شمالي‌کوریا سرتېري بېرته خپل لوري ته ستانه شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د سوېلي‌کوریا ولسمشر، لي‌جې‌مېونګ، د سرحدي سیمو د پوځي فعالیتونو د محدودولو اعلان کړی و، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه شي.

په ورته مهال شمالي‌کوریا د سوېلي‌کوریا او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو پر ضد هم سخت غبرګون ښودلی او دا یې د «واقعي جګړې لپاره تمرین» بللی دی.

کارپوهان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي وضعیت په اړه اندېښنې شته، او دا ډول پېښې کولای شي د سیمه‌ییزو تنشونو د زیاتوالي سبب شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام