Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګرو ملتونو غزه کې په رسمي ډول قحطي اعلان کړې

قحطي غزه

د ملګرو ملتونو د طبقه بندي سیسټم چې خوړو ته د لاسرسي د ټاکلو لپاره کارول کیږي، په رسمي ډول غزه کې قحطي اعلان کړې.

دغه بنسټ نن (جمعه، اسد ۳۱) یوه راپور کې ویلي، له نیم میلیون څخه ډیر فلسطینیان د قحطۍ له ناورین سره مخ دي چې په‌‌کې لوږه، بېوزلي او مرګ شامل دي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د طبقه‌ بندۍ سیستم د راپور له مخې، د غزې ځینې برخې له قحطۍ سره مخ دي چې تمه کیږي دا لړۍ به پراخه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په راپور کې زیاته شوې چې « د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې خوارځواکي له پنځو کلونو څخه د کم‌عمره ۱۳۲ زره ماشومانو ژوند ګواښي چې په کې ۴۱ زره جدي قضیې هم شاملې دي.»

اسراییل د نږدې دوو کلونو جګړې په ترڅ کې غزې ته د مرستو ننوتل محدود کړي یا یې بند کړي دي.

د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د طبقه‌بندۍ سیستم موندنې رد کړي او ویلي، غزه کې قحطي نشته او موندنې یې د “حماس دروغو” پر بنسټ دي.

د یادونې ده چې تر دامهاله غزه کې د لوږې او قحطۍ له امله سلګونه فلسطینیانو ژوند بایللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام