د بغلان امنیې قومنداني یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ولایت دوشي ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېره شپه د دوشي ولسوالي اړوند د «سنګسلاخ» ښوونځي سیمه کې د بار وړونکي او ۵۸۰ ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې.
دې پېښه کې په دواړو موټرو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بغلان امنیې قومنداني زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي چې تر ډېره په کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي.