Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر پوهنتون کې په ۵۱ میلیون افغانیو د دوو پروژو چارې پیل شوې

لوګر پوهنتون

د لوګر پوهنتون مسوولان وایي، د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري دغه پوهنتون کې د ۵۱ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د لوګر پوهنتون مشر مولوي ضیاءالاحمد صارم تېره ورځ وویل، یادو پروژو کې پوهنتون دننه کې د ۱۲ سوه متره په اوږدوالي او ۷ متره سور د داخلي سړکونو او شنې ساحې جوړول شاملیږي.

هغه وویل، دغه پروژې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د شاوخوا ۵۱ میلیون افغانیو په مالي لګښت بشپړیږي.

ورته وخت کې د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي د پیل شویو پروژو د هرکلي او ملاتړ ترڅنګ وویل، اړتیا ده چې لوړو زده‌کړو وزارت د لوګر پوهنتون رغنیز برخې ته د پام ډېر کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم وویل، د لوګر پوهنتون دې وروستیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هڅه کوي چې د دغه پوهنتون د استادانو او محصلانو له غوښتونو او اړتیاوو سره سم ورته نورې پروژې عملي کړي.

هغه له استادانو او محصلانو وغوښتل چې خپل تدریس او زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده چې د لوګر پوهنتون تېره اونۍ له لوړو زده‌کړو مؤسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام