Asset 1SWN

ملاعبدالغني برادر: هرمېشتي افغانان دې هېواد ته راستانه شي

GyssXcRXkAM-6Qw

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له بهر مېشت افغانانو غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

هغه دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

نوموړي وویل: «موږ یو ځل بیا په هغو خلګ غږ کوو، چې له هېواد وتلي، موږ دوئ ته دعوت ورکوو، رادې شي، خپل هېواد ته، زموږ غېږ ورته خلاصه ده .»

ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې وویل چې د زمري (۲۸مه) په اسانۍ نه‌ده ترلاسه شوې او په وینا یې، هغه مهال انګريزي ښکېلاک موجود و، مجاهدينو قربانۍ ورکړې او ازادي یې ترلاسه کړه.

نوموړي وویل چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې اشغالګر په خپله خاوره کې ارام خوب ته نه دي پرې ايښي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


برادر اخوند زیاته کړه:«موږ انقلابونه په ډېره ګرانه بيه ګټلي او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د خپلواکۍ د ساتنې په موخه عصري زده کړو او د ننني عصر مطابق پر ټيکنالوژۍ د سمبالېدو هڅه وکړو.»

هغه پر افغانانو غږ وکړ چېد خپلواکي د ساتلو لپاره بايد سره یو موټی شي، څو دغه ازادي په سمه معنا وساتل شي. برادر زیاته کړه چې دا مهال هېواد کې «نه کوم بندي لرو او نه د پرديو په اشارو وژل کېږو.» او یو خپلواک نظام دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام