د کندهار ښار په پنځمه او لسمه ناحیو کې د ۴۰ بېوزلو، بېسرپرسته او معلولو وګړو کورنیو ته «وزې» ورکړل شوي دي.
دغه مرسته د افغانستان لپاره د پایښتلرونکي معیشت موسسې په تخنیکي همکاري شوې ده. د کندهار مالدارۍ امریت استازي حافظ حمیدالله سلاموطندار ته وویل، د نوملیکنې بهیر دوه میاشتې وړاندې پیل شوی و او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه-دوه وزې ورکړل شوې دي.
د هغه په خبره، کورنۍ به د دغو وزو له لارې د لبنیاتو اړتیاوې پوره او د اضافي محصولاتو په پلور سره به اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.
د دې مرستې هدف د بېوزلو کورنیو د معیشت ښهوالی او د هغوی د ځانبساینې لپاره عملي ګام بلل کېږي.
یادو کورنیو ته څو اوونۍ وړاندې د څارویو د خوراک لپاره ۱۵۰ کیلو ګرامه ترکيبي مواد، وچ پروړ، نقدي مرسته او نور اړین توکي هم ورکول شوي وو.
د دې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۴۵زره امریکایي ډالر ښودل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د کندهار د دامان ولسوالي ۲۰ مالدارانو ته د معیاري غوجلو د جوړولو لپاره د ۷۰زره افغانیو په ارزښت توکي وېشل شوي دي.
د کرنې ریاست ویاند انجینیر محمدحنیف حقمل وویل چې له مرستې وړاندې د هالنډ کمېټې مسوولانو د مالدارانو لپاره د غوجلو د ارزښت او ګټو په اړه عامه پوهاوی کړی و.
وروسته هر مالدار ته د ۳۵۰۰ افغانیو په ارزښت سمنټ، خښتې، چونه، د درمل پاشنۍ ډبه او نور مواد ورکړل شوي، څو سالمې او معیاري غوجلې جوړې کړي.
د دې پروګرام موخه د څارویو د ساتنې کیفیت لوړول، دودیزو غوجلو پرځای معیاري جوړښت ته لاره هوارول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت ته مثبته اغېزه رسول دی.
د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، دغه پروګرامونه یوازې د مرستې په بڼه نهده، بلکې د خلکو د ژوند پر اوږدمهاله پیاوړتیا تمرکز لري.