په کندهار کې چارواکي وايي چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په لوړ شاولیکوټ ولسوالي کې یو چکډېم جوړېږي.
دغه چکډېم د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکاري او د طبیعي سرچینو امریت تر مستقیمي څارنې لاندې جوړېږي.
د کرني ریاست د طبیعي سرچینو انجینیر نورمحمد همکار وايي چې یاد چکډیم به په یوه وخت کې د شاوخوا ۱۵زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري.
همداراز ټولي چاري به یې په سنګي، اساسي او پوخ ډول ترسره سي. د همکار په وینا، اوس مهال یې سروی چاري بشپړې شوي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چاري پیل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد چکډېم جوړېدو څخه موخه د شاولیکوټ ولسوالي د یادې سیمي وچکالي پر وړاندې مبارزه، د اوبو ذخیره کولو په موخه اړیني چوپړتیاوي برابرول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحه راپورته کول او د اورښتونو اوبه مهار دی، څو د یادې سیمې کروندګرو او مالدارانو د وچکالۍ ستونزه راکمه سي.
د یادوني وړ ده چې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د کندهار درېوو ولسوالیو کې د درې جلا جلا چکډیمونو د ځای انتخاب او سروی چارې بشپړې شوي چې د ودانیزو چارو تر بشپړېدو وروسته به یو چکډیم په خاکریز او دوه چکډیمونه په ښکته شاولیکوټ ولسوالي کې د وچکالي مخنیوي په موخه جوړ شي.