Asset 1SWN

ذبیح‌الله مجاهد: څوک چې د هېواد ویجاړۍ لپاره هڅې کوي، دا هیله به ګور ته یوسي

ذبیح‌الله مجاهد- مجاهد- ذبېح‌ الله

د سرپرست حکومت ویاند  ذبېح‌الله م‌جاهد وايي، هغه کسان چې د هېواد ویجاړولو او نابودۍ لپاره هڅې کوي، دغه هیله به خپل ګور ته یوسي.

نوموړي هرات کې د پاشدان بند پرانېستې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې هېواد کې د امنیت او اسلامي شریعت له پلې کولو وروسته، اقتصادي پروژې پلي‌کول د حکومت لومړیتوب دی.

هغه وویل: «هغه کسان چې د هېواد پرمختګ باندې خپه کېږي او د افغانستان د ویجاړولو هڅه کوي، دا هیله به له ځان سره قبر ته یوسي.»

نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې سرپرست حکومت د هېواد هوساینې او عدالت لپاره خپل مسوولیت ادا کوي او په وینا یې، خلک هم باید د حکومت ترڅنګ ودرېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په هرات کې نن پنجشبنه، زمري ۲۳مه، د پاشدان اوبو بند او د برښنا د تولید فابریکه د سرپرست حکومت د بیا واکمنۍ په ویاړ پرانېستل شوې.

د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په ۲۵ کیلومترۍ کې د کُرخ ولسوالي کې موقعیت لري.

د مالوماتو پر له مخې، دا بند ۷۴ متره لوړوالی لري او د ۵۴ میلیون مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا ۱۳ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام