Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۳زره ډالرو د یوه ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

aaaf423f-af74-4acd-9d6d-fecf30336705

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالي په «سرخاب» کلي کې د سرخاب لېسې د ودانۍ بیارغولو چارې بشپړې شوې.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه رغنیزې چارې د یادې ولسوالي د پوهنې له امریت سره په همغږۍ  د اسیه افغان خیریه بنسټ په مالي لګښت بشپړې شوي چې شاوخوا ۱۳زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عرب زیاته کړه: «د ترسره شویو رغنیزو کارونو له لارې د لېسې ودانۍ ټولې برخې بیا ترمیمي شوي، د ودانۍ ټولو برخو ته یې نوی رنګ ورکړل شوی، د ودانۍ بام یې چې پخوا څڅېده ایزوګام شوی، ۴۸ سېټه میزونه او څوکۍ یې ترمیم شوي، د ۱۱۴ مترو په ژوروالي یوه حلقه د اوبو څاه ورته کېندل شوې، د اوبو را ایستلو سولري سیسټم ورته فعال شوی، د پخوانیو زړو کړکیو پر ځای ورته د پي وي سي کړکۍ اېښودل شوي او هم ورته نوې ښېښې اچول شوي دي.»

نوموړي دغه راز وویل، په تېرو څو کلونو کې د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د نړیوالو بنسټونو سربېره د یوشمېر خیریه بنسټونو او سوداګرو پرمټ هم لسګونه ښوونځي بیارغول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام