Asset 1SWN

د ځوانانو نړیواله ورځ؛ د کار وزارت یو کال کې ۴۰ زره ځوانان د کار بازار ته معرفي کړي

افغان ځوانان

نن سه‌شنبه د اګست ۱۲مه د کار نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، تېر یوه کال کې یې څه باندې ۴۰ زره ځوانان د کار بازار ته معرفي کړي دي.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وویل، هېواد کې د بېکارۍ کچې کمولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه یې د کار ملي کنفرانس هم ترسره کړی.

هغه په دې اړه وویل: «تېر یوه کال کې د بېکارۍ کچې کمولو لپاره مو د کار ملي کنفرانس جوړ کړی او مختلفو برخو کې تر یو نیم میلیون پورې د کار فرصتونو ژمنې ترلاسه شوي. دغه موده کې څه باندې ۴۰ زره ځوانان د کار بازار ته هم معرفي شوي.»

دې سره، هېواد کې یوشمېر ځوانان په ځانګړې توګه تحصیل کړي ځوانان د کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کوي.

دوی وايي، د کلونو سختیو په ګاللو سره یې لوړې زده‌کړې کړي، خو تر فراغت وروسته د کار په موندلو نه دي بریالي شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په اړه یې ځوان عبدالظاهر وویل: «هیله مې درلوده چې تر فراغت وروسته د ځان او کورنۍ لپاره ښه ژوند برابر کړم، خو متاسفانه زمونږ اقتصادي شرایط سخت وو او ټول پلانونه مې تغییر شول. له فراغت مې درې کاله کیږي تر اوسه نه یم توانېدلی چې ځان ته مناسب کار پیدا کړم، هره ورځ دروند کار کوم.»

هغه وویل چې د اقتصادي ستونزو په دلیل یې تراوسه واده هم نه دی کړی.

بلال بل ځوان دی چې بېکارۍ ژوند ور سخت کړی. هغه وویل، د راتلونکې لپاره هیله نه‌لري.

«دوه کاله وړاندې د کندوز له پوهنتون څخه فارغ شوم. مونږ چې درس لوسته پلانونه مو درلودل، تراوسه خو خپلو موخو ته نه یو رسېدلي، کله چې هم کاري فرصتونه برابر شوي، داسې معاش یې نه درلود چې زمونږ اړتیاووې پرې پوره شي.»

د ټولن‌پوهانو په اند، ځوانان د ټولنې فعاله او غېزناکه ځواک جوړوي او اړتیا ده چې د هغوی له ظرفیتونو ګټه واخیستل شي.

د ځوانانو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پیسو صندوق هم ټینګار کړی چې د کوچني او متوسط کسب‌وکار په پیاوړتیا، د خوندي ټولنې په رامنځ ته کولو او ژوند ته د هیلو په وربښلو سره، اړتیا ده چې ځوانان وهڅول شي او پر هغوی پانګونه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام