Asset 1SWN

پکتیکا کې په ۲۰ میلیون افغانۍ یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

۱

د پکتیکا د پوهنې رياست نن سه‌شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، ګیان ولسوالي کې د «لستور» لېسې لپاره د یو مرستندوی بنسټ له لوري د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ښوونځي کارونه به د روان کال تر پایه بشپړ شي او په دې سره به د لسګونو زده‌کوونکو د سرپنا ستونزه حل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ښوونځي دغه ودانۍ به ۱۲ درسي او ۲ اداري خونې، احاطه، سولر سیستم، تشنابونه، شنه ساحه او د والیبال معیاري میدان ولري.

د یادونې ده چې دامهال په پکتیکا بېلا بېلو ولسوالیو کې د پوهنې ریاست یوشمېر نورو ښوونځیو جوړېدو کارونه هم ترکار لاندې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام