د سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره تلیفوني خبري کړې دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د راپور له مخې، محمدبن سلمان او زېلېنسکي په دې تلیفوني خبرو کې د اوکراین د کړکېچ وروستي پرمختګونه څېړلي او پر نورو موضوعاتو یې هم خبرې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سعودي ولیعهد په دې خبرو کې د ناورین د حل او سولې د ټینګېدو لپاره د ټولو هڅو او نوښتونو پر ملاتړ او ژمنتیا ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د خبرواترو د بهیر د اسانتیا لپاره به منځګړیتوب دوام ومومي.
د اوکراین ولسمشر هم د سولې د ټینګېدو په لاره کې د سعودي هڅو او اقداماتو څخه مننه وکړه.