د سمنگان محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو پروژو چارې پيل شوې.
د سمنگان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست رییس اخترمحمد مصباح وايي چې د دې پروژو کار (دوشنبه، د زمري ۲۰مه) د ایبک ښار او د خرم او سارباغ ولسوالیو کې پیل شوی دی.
مصباح زیاته کړه چې دغه پروژې د ۲۸۰ مترو د استنادي دیوال، ۲۵۰ متره د اوبو کانال، د ۱۶۲۰ مکعب متر ظرفیت د اوبو زیرمه، د پلچک جوړول او د ۱۴۷۰۰ (ترنج) کندنه پکې شامله ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مصباح همداراز وویل چې دغه پروژې به په ایبک ښار کې د دره ژوندن او رباطک کلیو او همدارنګه په خرم-سارباغ ولسوالي کې د دهنوسارباغ او کلور کلیو کې پلې شي.
هغه څرګنده کړه چې د دې پروژو ټولټال لګښت چې ۱۶ میلیونه ۵۸۵زره افغانۍ کېږي، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لهخوا ورکول کېږي او د CHA موسسې په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي.