Asset 1SWN

پکتيکا کې د خلکو په دوه میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

زبذبذزذ

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت په دوه میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.

د پکتيکا پوهنې رياست څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یوسف‌خېل ولسوالي کې د سیمې د خلکو له‌خوا د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د يو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړیږي.

خبرپاڼه زياتوي چې د يوسف‌خېل ولسوالي د عبدال‌بابا ښوونځي د تدريسي خونو کمښت له امله د يادې سيمې خلکو پرېکړه وکړه چې ښوونځي ته نوې ودانی جوړه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې زياته شوې چې ياده ودانی به شپږ درسي خونې ولري چې په پاخه او اساسی ډول به جوړې شي چې ټول لګښت يې د سيمې د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

د پکتیکا د پوهنې رياست مسوولانو د خلکو ياده کړنه ستايلې او ويلي يې دي چې د ورته مرستې کولای شي، د پوهنې بهير پياوړی کړي.

د يادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴کال له پيل راهيسې د خلکو له لوري د پوهنې رياست سره ۴،۳ ميليونه افغانۍ مرسته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام