د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیزي ویلي، هېواد به یې راتلونکې سپټمبر میاشت کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
هغه نن (دوشنبه، اسد ۲۰) یوې خبري غونډې ته ویلي، دغه پرېکړه به د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع کې ونیول شي.
د هغه په وینا، وروسته له هغې چې فلسطین خپلې ژمنې اعلان کړي، د اسټرالیا پرېکړه به هم عملي شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې نیوزیلنډ هم ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع کې به د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
د ایرلنډ، ناروې، هسپانې ترڅنګ، برتانیې، فرانسې او کاناډا هم ویلي چې د فلسطین هېواد به په رسمیت وپېژني.
اسراییل چې غزه کې د جګړې پایته رسولو لپاره د نړیوالو تر فشار لاندې دی ویلي، د فلسطیني هېواد په رسمیت پېژندل «تروریزم سره همکاري» کول دي.