کابل کې د ښاري تنظیف یو شمیر کارکوونکو چې نارنجي یونیفورم یې اغوستي، په یوه خاموشه کوڅه کې د یوې زړې ونې تر سیوري لاندې دیوال ته تکیه کړي، څو له سوځونکي لمر ځان وساتي او خپله ستړیا راکمه کړي.
هغه دسترخوان چې هوار کړی یې دی، پهکې یوازې څو ټوټې وچه ډوډۍ او څو پیالې چای تر سترګو کیږي.
د دوی لهمنځه له هغه یو سره خبرې پیلوم چې تر نورو سپینږیری ښکاري.
۶۰ کلن رحمت کابل کې د ښاري تنظیف له کارکوونکو څخه دی.
د سهار له پیل سره، له خپلو همکارانو سره یو ځای، د کابل د ګڼېګوڼې او له لوګي ډکو سړکونو کې ګرځي، ترڅو د ښار ککړتیا یو څه کمه کړي.
رحمت په هغو لاسونو چې د دوړو او ککړتیا توروالی پهکې ښکاري، د خپل تندي خولې پاکوي او له یوې ژورې ساه اخیستو وروسته چې د ستړیا نښې پهکې له ورایه څرګندیږي، وايي:
«مونږ هره ورځ د سهار له ۸ بجو د مازیګر تر ۴ بجو کار کوو. کور مو په کرایه دی. د اوبو او برښنا پرې راځي. معاش مو ۱۱ زره افغانۍ دی. په ډېرو ستونزو یې رسوم. یو کس چې مو ناروغ شي د درملو او علاج پیسې یې نه وي. سخت ژوند تېرولو سره مو ځان عادت کړی.»
رحمت د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او اړ دی چې هره ورځ د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ د ژوند د لګښتونو مسوولیت یوازې پر اوږو یوسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرې ورځې په تېرېدو سره یې وړتیا کمېږي؛ خو هغه خپله هیله هېڅکله له لاسه نه ورکوي.
رحمت د خپلو ماشومانو لپاره د روښانه راتلونکې خوبونه ویني.
«خاورې او دود زغمم، ځکه غواړم اولادونه مې درس ولولي، ښه انسانان ترې جوړ شي او زما په څېر سختي ونهګالي.»
رحمت په دې هیله ژوند کوي چې زوی به یې لوی شي او د کورنۍ ځینې مسوولیتونه به په غاړه واخلي، ترڅو وکولی شي خپل پاتې ژوند په یو څه ارامۍ کې تېر کړي.
«په دې عمر کې نور د ډېر کار کولو توان نه لرم. شپې چې څه وخورم سهار مې په یاد نه وي، وضعیت مې خراب دی. په دې عمر کې څوک زما په شان کار کوي.»
که څه هم رحمت له خپل کار څخه لږې پیسې ګټي؛ خو بیا هم خوشحاله دی چې لږ تر لږه د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولی شي.
دا یوازې د رحمت د ژوند کیسه نه ده، بلکې د زرګونو ورته کسانو کیسه هم ده چې هره ورځ بې له دې چې څوک یې وویني، د ښار په پاکولو بوخت دي.