د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې څه باندې ۴ میلیون افغانان له پاکستان او ایرانه راستانه شوي.
هغه وویل تېره ورځ (پنجشنبه، اسد ۱۷) یوې غونډې ته ویلي چې یوازې روان ۲۰۲۵ کال کې د راستنېدونکو افغانانو شمېر بیا تر ۱.۵ میلیونو اوړي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوالې ټولنې له بېړني ملاتړ پرته به د مرستو رسولو بنسټونه ننګونو سره مخ شي چې دا کار د میلیونونو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ڼړیوال سازمان ویلي، تمه ده نږدې ۱ میلیون نور کډوال چې د (پي او ار) کارتونه لري هم له پاکستانه راستانه کړای شي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دفتر مشرمحمد عبدیکر په وینا، د نورو مرستو ترڅنګ باید هغو ټولنو ته هم پاملرنه وشي چې راستنېدونکي پکې ادغام مومي او د پانګونې او خدمتونو له وړاندې کولو پرته به راستانه شوي له سخت وضعیت سره مخ شي.