Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییل امنیتي کابینې د غزې ښار د نیولو طرحه تصویب کړه

غزې ښار نیولو طرحه

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د دغه هېواد امنیتي کابینې د غزې ښار د نیولو طرحه تصویب کړه.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر نن (جمعه، اسد ۱۷) یوې بیانیه کې ویلي چې د تایید شوې طرحې پر بنسټ به اسراییل هغو سیمو کې چې جګړه په کې نشته، ملکي وګړو ته بشري مرستې وړاندې کړي.

د غزې ښار د ټولې غزې ۲۵ سلنه برخه جوړوي چې تراوسه د اسراییل پوځ تر کنټرول لاندې نه‌ده راغلې او د پناه‌غوښتونکو څو کمپونه هم په کې شاملیږي.

د راپورونو پر اساس، ښايي د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو سره د غزې ښار چې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان په کې مېشت دي، تخلیه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تېره ورځ له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي: «موږ نه غواړو دا سیمه په خپله وساتو. موږ یوازې امنیتي پوله غواړو، نه د حکومت اداره. موږ غواړو دا سیمه عرب ځواکونو ته وسپارو چې اداره یې وکړي.»

د جګړې پراخېدو پر وړاندې د اسراییل دننه اعتراضونه هم روان دي. سلګونه کسان د نتانیاهو دفتر مخې ته راغونډ شوي او د جګړې د ختمېدو او د ټولو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

ورته مهال حماس هم د نتانیاهو څرګندونې «د خبرو اترو پر وړاندې ښکاره کودتا» بللې او ویلي چې هغه غواړي خپلو بندیانو ته زیان ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام