غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دوی په وینا، په وژل شویو کې ۱۸ کسان مرسته ترلاسه کوونکي دي.
همداراز غزه کې د لوږې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۳ کسانو ته لوړ شوی دی. غزه کې مېشت سازمانونه او ادارو یو ځل بیا د مرستو د لېږد پر چټکتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې لوږه په پراخېدو ده.
په همدې حال کې نن پنجشنبه، اګسټ اوومه، هم غزه کې د اسراییلو له لوري بریدونه شوي دي. د چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې تر دې مهاله، ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پر غزې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۶۱زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵۱زره نور کسان بیا ټپیان شوي دي.
بلخوا زرګونه کورنۍ د اسراییلي ځواکونو له لوري خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او دامهال د غزې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.