Asset 1SWN

لوګر کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ۹۹سلنه ښکته شوې

469417167_122189200664174894_3364332206088335809_n

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د مور او ماشوم د روغتیايي درملنې په موخه نوي مرکزونه پرانېستل شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس حافظ سیدالرحمن قادري سلام‌وطندار ته وویل، دغه مرکزونه د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو ولسوالیو کې پرانېستل شوي چې زرګونه مېندو او ماشومانو ته خدمات وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا، لوګر کې د مور او ماشوم د مړېنې کچه ۹۹سلنه راښکته شوې او هڅه روانه ده چې د یوسلنه لپاره هم د روغتیا برخه کې اغېزمن کار وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


قادري زیاته کړه، لوګر کې روغتیايي برخې ته د خلکو لاسرسی زیاته شوی او د اسلامي امارت واک ته رسېدو راهیسې تراوسه ۴۸ نوي روغتیايي مرکزونه د ناروغانو لپاره پرانېستل شوې دي.

لوګر ولایت اوسېدونکې هم خوښ دي چې د عامې روغتیا ورات او یو شمیر نړیوال بنسټونو په همکارۍ د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي خدماتو په موخه ۹ نوي روغتیايي مرکزونه پرانېستل شوې دي، خو ټینګار کوي چې د لوګر ولایتي روغتون سربېره دې د ولسوالیو روغتونونو کې شته ستونزو ته رسیده ګي وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام