د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د خطاطانو انجمن په همکارۍ، د «قلم ځلا» تر سرلیک لاندې د «کوفي خط» لومړنۍ نندارتون نن (دوشنبه، زمري ۱۳مه) پرانېستل شوی دی.
د نندارتون جوړوونکی، سیدشمسالدین نوريزاد وايي، په دې نندارتون کې ۴۵ هنري اثار د «کوفي خط» په بېلابېلو سبکونو، په ځانګړي ډول د لومړي هجري قرن دودیز سبکونو، نندارې ته کېښودل شوي دي.
نوريزاد زیاتوي چې دا اثار د درې کلونو هنري هڅو او څېړنو پایله ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی وايي، د نندارتون هدف د لومړي هجري قرن وتلي خطاط، استاد محمودبن اسحاق شهابي درناوی او د کوفي خط هنر د اوسني ځوان نسل ترمنځ بیا راژوندي کول دي.

په ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر حمیدالله غیاثي وايي، دا ریاست د هنرمندانو د ملاتړ په موخه، هره میاشت څو فرهنګي او هنري نندارتونونه جوړوي.
د یادونې وړ ده چې دا نندارتون به د څلور ورځو لپاره د هرات په علامه صلاحالدین سلجوقي تالار کې دوام وکړي.