Asset 1SWN

یمن کې د کښتۍ ډوبېدل؛ ۶۸کسان مړه او ۷۴ ورک دي

images

د ملګروملتونو د کډوالۍ سازمان وايي چې د یمن په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۸ افریقايي کډوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴ نور ټپیان شوي دي.

یمن کې د ملګروملتونو د کډوالۍ سازمان «IOM» مشر عبدالستار ایسویوف اسوشیډېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې کښتۍ کې د ایتوپیا ۱۵۴ وګړي سپاره وو او د یمن ابین ښار ته نږدې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې دولس کسان ژغورل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افریقا او یمن ترمنځ اوبه د کډوالو او کډوالۍ لپاره تر ټولو خطرناکه لارې ګڼل کېږي چې د ۲۰۱۴کال د یمن کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دغه لاره د یمن د اوسېدونکو د تېښتې تر ټولو مهمه لاره شمېرل کېږي.

یمن ته د رسېدو لپاره انساني قاچاق وړونکي په ګواښونکو کښتو کې د سره سمندر او عدن خلیج له لارې دې هېواد ته لېږدوي. د کډوالۍ سازمان د راپور له مخې، تېر۲۰۲۴کال یمن ته څه باندې ۶۰زره کډوال تللي دي چې د تېرکال په پرتله کموالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام