Asset 1SWN

ایران جولای میاشت کې پنځه افغانان اعدام کړي

Edam-1

د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» مسوولان وايي چې ایران د تېرې جولای میاشتې پرمهال د دغه هېواد په زندانونو کې پنځه افغانان په دار ځړولي دي.

دغه سازمان «یکشنبه، زمري دولسمه» په یوه راپور کې ویلي چې د ایران په زندانونو کې د ۹۶ کسانو د اعدام حکم اجرا شوی دی.

د راپور پر بنسټ، اعدام شوي کسان د نشه‌يي توکو، وژنې، جنسي تیري او سیاسي فعالیتونو په تور نیول شوي وو.

هه‌نګاو همداراز د اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ایران له دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو په تور یوشمېر افغانان په دار ځړولي، خو د یادو افغانانو د جرمونو څرنګوالي او څېړنو په تړاو تل پر دغه هېواد نیوکې شوي دي.

ایران په نړیواله کچه هم د اعدام مسلې له کبله تل نیوکو لاندې دی او د بشري حقونو ګڼو سازمانونو له دغه هېواد غوښتنه کړې چې د اعدام لړۍ دې ودروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام