د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د «بندیزونو پروړاندې یو مهار کس» بللی او ویلي یې دي چې نوموړی یو سرسخت سړی دی.
ټرمپ له نیوزمکس شبکې سره د خبرو پرمهال وویل: «پوتین سرسخت کس دی، خو ښې خبرې مو لرلې او درې ځلې نږدې و چې د جګړې پای ته ورسېږو.»
ټرمپ همداراز ادعا کړې چې د سولې خبرو سره هممهاله روسیې په ناڅاپي توګه بریدونه پیل کړل.
که څه هم ټرمپ د مسکو او کېیف ترمنځ د روانې جګړې پر پای ته رسولو ټينګار کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې د سولې هڅو په درولو سره به واشنګټن پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ همداراز د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال ډیمیټري مدودف څرګندونو باندې نیوکه کړې او د هغه خبرې یې، ماتونکې بللې دي.
ټرمپ له دې وړاندې روسیې ته د دولس ورځو وخهت ورکړی و چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره ګام پورته کړي، ګنې روسیه به له نویو بندیزونو سره مخ شي.