د بدخشان په دوو ولسوالیو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو پرمهال ۷ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان الله کامګار وویل، تېره ورځ وروسته له غرمې د شهر بزرګ ولسوالي په «سیاهسنګ» سیمه کې یو موټر چپه شوی چې ۵ کسانو په کې ژوند بایللی او یو بل سخت ټپي شوی.
د هغه په وینا، پېښه کې د ټپي شوي کس وضعیت نازک ښوول شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راغستان ولسوالي «سردشت» سیمه کې هم یو پیکپ ډوله موټر له سړک اوښتی او چپه شوی چې په کې سپاره دوه کسان چې د تخار اوسېدونکي دي، مړه شوي.
د دواړو ټرافیکي پېښو رامنځ ته کېدو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي ښودل کیږي.