Asset 1SWN

لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت لوګر ته سفر کړی

8e9be10a-3c3c-454a-a996-5eb6e835f46a

 د وسله‌وال پوځ لوي درستېز قاري فصېح‌الدین فطرت لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو سره لیدلي دي.

د لوګر والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې د لوی درستیز د سفر موخه د دغه ولایت له والي او چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه وویل، لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي په دغه لېدنه کې لوی درستیز ته ډاډ ورکړی چې یاد ولایت کې د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو ترمنځ غوره هغمږي شتون لري او ولسونه له نظامي او ملکي ادارو بشپړ ملاتړ لري.

هېره دې نه وي چې لوي درستیز لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې له یوشمېر سیمو هم لېدنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام