Asset 1SWN

د فلسطین لومړی وزیر: موږ خپلواک او پرمختللی فلسطین غواړو

11111111111111

د فلسطین د خپلواکې ادارې لومړی وزیر محمدمصطفی وایي چې د یوه خپلواک، ازاد او پرمختللي هېواد په توګه د فلسطین غوښتونکي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې د دوه حکومتي حل‌لارې په اړه نړیوال کنفرانس باید یوازې پر اعلامیو بسنه ونه‌کړي، بلکې عملي ګامونو ته لاره هواره کړي.

محمدمصطفی دا څرګندونې «دوشنبه، زمري شپږمه» د ملګروملتونو په یوې ځانګړې ناسته کې وکړې چې هدف یې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې د حل لپاره د دوه دولتونو په توګه د حل‌لارې بیاژوندي کول و.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «موږ یو ازاد، پرمختللی او خپلواک فلسطینی دولت غواړو، داسې یو دولت چې ټول پرې ویاړي.»

هغه زیاته کړه چې د دولت په توګه د فلسطین رسمیت پېژندنه، یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه، بلکې د سیمې د سولې، ثبات او امنیت لپاره یوه مهمه پانګونه ده.

د یادونې وړ ده چې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوو ‌دولتونو د حل‌لارې د بیاراژوندي کولو لپاره هڅو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام