غزه کې د اسراییلو د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې لږترلږه ۷۱ فلسطینیان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، نن یکشنبه (د اسد ۵مه)، له وژل شویو کسانو څخه ۴۲ تنه هغه مهال د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول چې هڅه یې کوله د بشرپاله مرستو د وېش له مرکزونو سره نږدې مرستې ترلاسه کړي.
همداراز، تر نظامي بریدونو سربېره، د لوږې بحران هم د خلکو ژوند اخلي؛ روغتیايي سرچینې وایي چې د غزې د کلابندۍ له امله رامنځته شوې قحطۍ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه پنځه نور کسان مړه کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شمېرو له مخې، د جګړې له پیله تراوسه، لږترلږه ۵۹زره او ۷۳۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۴زره او ۴۷۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
غزه کې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله نږدې ۶۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۴۴زره نور ټپیان شوي دي. ګڼشمېر کسان له خپلو مېنو بېځایه و زرګونه کورنۍ بیا له لوږې سره مخ دي.