د ټرانسپورټ او هوانوردي وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې او برښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په یادو ولایتونو کې اورښتونه «نن یکشنبه، زمري پنځمه» اټکل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نورستان، کونړ، خوست، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې د اورښتونو اټکل پهکې شوی دی.
د هواپېژندنې ریاست په یادو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل له لس تر پنځلس مليمټرو ښودلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم شوي چې د هېواد په شمالي، لوېدیځ، سوېلختیځ او مرکزي ولایتونو کې به د تندو بادونو او دوړو او خاورو سره مخ وي.
د هېواد په ځینو سیمو کې به د بادونو چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومټر یاد شوی دی.
په پنځو ولایتونو کې داسې مهال د اورښتونو اټکل شوی چې له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې د شویو اورښتونو له کبله راوتلیو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.