د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیمزي وویل، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۱۴۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د کانکفوتوا سیالۍ ترسره شوې.
هغه وویل، دغه یو ورځينۍ سیالۍ د کانکفوتوا فدراسیون له لوري جوړې شوې وې چې په درې پړاونو کې (ځوانانو، نويو ځوانانو او لویانو) ترمنځ ترسره شوي.
نعیمزي زیاته کړه چې د دغو سیالیو له جوړېدو څخه موخه کانکفوتوا سیالۍ ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د کانکفوتوا ولایتي رسمي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو غوراوی وو.
نوموړي زیاته کړه، د ترسره شویو سیالیو په ترڅ کې لومړی مقام د استاد احمدولي اشرفي، دوېم مقام استاد عبدالفتاح سلطاني او درېم مقام استاد سید بشیر کلپونه خپل کړل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جوړو شویو سیالیو یوه لوبغاړې حمیدالله سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د کانکفوتوا رسمي سیالۍ ترسره شوې.
نوموړي د لوګر له بدني روزنې او ورزش امریت څخه وغوښتل چې د ولایت په کچه ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې او سیالیو ترسره کولو ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم لوګر کې د فوتسال فدارسیون له لوري د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ جوړې شوې وي.