Asset 1SWN

یوه میاشت کې راستنېدونکو ته ۲ میلیارد افغانۍ وېشل شوي

1000187796

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون مسوولان وايي، دې وروستۍ یوه میاشت کې هېواد کې د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره دوه میلیارد افغانۍ وېشل شوي.

د دغه کمیسیون غړي احمدالله وثیق نن (پنجشنبه، اسد دویمه) سلام‌وطندار ته  وویل، هره ورځ د راستنېدونکې کورنۍ هر غړي ته دوه زره افغانۍ وېشل کیږي.

هغه زیاته کړه چې بیرته راستنېدونکو ته د نغدو پیسو وېشلو ترڅنګ، د خوړو، لېږد، روغتیايي خدماتو او نوملیکنې په څېره ټول خدمتونه په وړتیا ډول وړاندې کیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، تردامهاله نژدې یو میلیون افغان کډواول له ایرانه د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راګرځېدلي دي.

دا داسې مهال دی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي ویلي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره یې د اسلامي امارت او ایران له چارواکو سره لیدنه کې هوکړه کړې، چې په دې اړه درې اړخیزه غونډه ترسره شي.

هغه د دغې غونډې د ترسره کېدو وخت او ځای په اړه جزییات نه دي ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام