د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (چهارشنبه، اسد لومړي) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي لاوروف دغو ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمهییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري.
د هغه په وینا، په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې امیرخان متقي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.
دغو ټليفوني خبرو کې د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمهییزو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
امیر خان متقي د روسیې له اړخه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې د مننې ترڅنګ، دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په مسیر کې یو مهم بدلون بللی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي څرګنده کړه چې د رسمیت له اعلان سره نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستل شوې، بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بېساری ګام اخیستل شوی.
همداراز، امیر خان متقي دنشهیي توکو پر ضد د مبارزې، سیمهییزو پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېمخینې فرصتونه رامنځته کړي چې نږدې راتلونکي کې به یې د عملي پایلو شاهدان اوسو.
ښاغلي لاوروف همداراز، د نشهیي توکو د قاچاقو په مخنیوي او امنیت په ټینګښت کې د ا.ا.ا. د هڅو ستاینه وکړه.