Asset 1SWN

لوګر کې پنځو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

روغتیايي مرکزونه لوګر

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، مرکز پُل‌علم او څرخ، خروار، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د پنځو روغتیايي مرکزونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس حافظ سیدالرحمن قادري وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (UNFPA) په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې جوړ او تېره ورځ ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

ده وویل، دغو روغتونونو کې ۱۵ زره کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کیږي.

اخوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي د دغو روغتونونو د پرانیستې مراسمو ته وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د لوګر په هغو ولسوالیو او کلیو کې جوړ شوي چې خلکو یې تر ډېره روغتیايي خدماتو ته په بشپړه توګه لاسرسی نه درلود.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد په کچه روغتیایي خدمات پراخه، د خپلو کارکوونکو د ظرفیت کچه لوړه او هیواد د روغتیا په پرخه کې ځان بسیا کړي.

همدارنګه افغانستان کې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق مشر کوا بن‌تا حسندي وویل، هڅه کوي چې بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې له اسلامي امارت حکومت سره په همغږۍ افغانانو ته اساسي خدمات برابر کړي.

ده وویل، افغانان د روغتیا په برخه کې لازیاتې مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د غونډې په پای کې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور او یو شمیر قومي مشرانو د یادو روغتیايي مرکزونو له جوړیدو خوښي وښوده، خو ټینګار یې وکړ چې اړتیا ده د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم ورته اساسي روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام