Asset 1SWN

سلام وطندار

ملا عبدالغني برادر د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیست

تولیدي فابریکو کمپلکس

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ (دوشنبه، سرطان ۳۰) ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیسته.

هغه د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام بولي او وایي، په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا کې د پام وړ مرسته وشي.

نوموړي وویل، د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس کې به ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت به هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې شي.

 عبدالغني برادر یوځل بیا له پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې افغانستان کې پانګونه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په خبره، دامهال افغانستان کې د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت له مسوولاو مننه وکړه چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له هغوی یې په ټینګار وغوښتل چې هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برښنایي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي چې یوشمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام