د اسراییلو د دفاع وزارت چارواکي وايي چې یمن کې یې، د حوثي ډلې پر اهدافو د ډرون بریدونه کړي دي.
وړاندې داسې ویل شوي و چې دغه برید د جېټالوتکې له لوري شوی، خو د اسراییلو دفاع وزارت وايي، د حوثیانو پر اهدافو یې، د ډرون بریدونه کړي دي.
په دغه برید کې د حوثي ډلې اړوند موټر، د تېلو کانټېنرونه، سمندري کښتۍ او نور بنسټونه په نښه شوي دي.
یمن کې د حوثي ډلې تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په یمن کې د اسراییلو د هوايي ځواکونو ټول پخوانیو بریدونو کې چې له اسراییلو څخه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، جنګي الوتکو د تېلو وړونکې او جاسوسي الوتکو پهکې برخه لرله.
د یمن حوثي ډلې چې د دغه هېواد ډېره برخه باندې واک لري، د غزې پر ملاتړ وخت ناوخت پر اسراییلو توغندیز او ډرون بریدونه کوي.